مارچ دښځو عالمى .....کۀ استحصالى ورځ؟ ليک -:فيروزخان صادق اتم مارچ هر کال په ټوله نړۍ کښې دښځو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځلے شى چې د هغې په تاريخى پس منظر کښې وئيلے شى چې په هم دې ورځ يعنې اتم مارچ ١٩٠٧د امريکې په ښار نيويارک کښې دلباس سازۍ په کارخانو کښې کار کوونکو ،ښځينه مزدورانو چې دسوونو په شمير کښې وې دخپلو حقونو دغوښتلو دپاره مظاهرې اوهړتالونه شروع کړل ددوى په غوښتنو کښې د سړو برابر مساوى حقوق او نور مراعات غوښتل او د لسو ساعتونو د ډيوټۍ مطابق مناسبه تنخوا او داسې بنيادى او ضرورى حقونه غوښتل وو ولې حکومت په دې جلوس فائرنګ وکړو چې ګڼې مزدورانې ښځې پکښې زخمى شوې او ددې تحريک اکثر مشرانې ونيول شوې يو کال پس په اتم مارچ ١٩٠٨دنيويارک مختلفو کار خانو کښې کار کوونکو ښځينه مزدورانو دووټ دحق د ماشومانو څخه د جبرى مشقت ختمولو دپاره مظاهرې وکړې دپوليس لخوا په دوى هم کوتک مارى او فائرنګ وکړے شو .ګرفتارۍ وشوې خو دښځو تحريک ختم نۀ شو او هر کال په نوى طرز او نوې جذبې او ولولې سره پکښې شدت راتلو .په ١٩١٠کښې هم ددې تحريک په حق کښې مشهور سماجى کارکن کلراز ټيکسن په يوبين القوامى فورم کښې سفارش وکړو چې د ٨مارچ ١٩٠٧او ٨مارچ ١٩٠٨په موقع دخپلوحقونو دپاره دقربانيو ورکوونکو ښځو سره د يو والى په طور دا ورځ دښځو دنړيوالې ورځې په توګه نمانځل پکار دى. دکلرازټيکسن دا تجويز ومنلے شو .او د ١٩٦٠د لسيزې پورې دا ورځ صرف په سوشلسټو ملکونو کښې نمانځلے کيده خو هر کله چې په ١٩٦٠کښې د مزدورانو او انسانى حقونو سرګرمۍ زياتې شوې نو په مغربى ملکونو کښې هم ٨مارچ دښځو دعالمى ورځې په توګه نمانځل شروع شو په ١٩٥٦کښې چې کله دجنوبى افريقې شلو زرو ښځو پرى ټوريا کښې په تورپوستو ښځو مزدورانو باندې دبنديز لګولو دقانون خلف تاريخى مظاهرې شروع کړې نو ورسره دښځو تحريک ته نور تقويت ورسيدو او دغسې د ١٩٧٠په دوره کښې ملګرو ملتونو ٨مارچ دښځو دنړيوالې ورځې په توګه تسليم کړو او دغسې په ټوله نړۍ کښې ٨مارچ دښځو دعالمى ورځې په توګه نمانځل شروع شو په دې مناسبت دسرکارى او غير سرکارى تنظيمونو لخوا او د بيل بيلو اين جى اوز دسيورى لندې سيمينارونه ورکشاپونه غونډې ،او دستورې کيږى چې پکښې دښځو دحقونو ازادۍ ،تحفظ، او مساواتو په موضوع تقريرونه کيږى .ددوى د بدحالۍ تذکره او بهترۍ دپاره تجويزونه وړاندې کيږى ،حکومتونه دښځو دپاره وزارتونه جوړوى .اعلنونه کوى چې ښځو له په قومى او صوبائى اسمبلو سينټ اوبلدياتى نظام کښې مساوى حقوق او نمائندګى ورکولے شى .چې دغسې دوى خپل حق ترلسه کړى ددوى د سر او مال عزت او ابرو تحفظ وکړے شى .لنډه دا چې په دې موقع دښځو دحقونو او د تحفظ عهد کولے شى .او په معاشره کښې ښځه په هر لحاظ سره دسړى برابر د ټولو حقونو وړ ګرځولے شى .ددغو ټولنو ، ادارو او محکمو دا ټولې هلې ځلې په سر سترګو خو کۀ مونږ د دوى د اعلناتو فيصلو او اقداماتو جائزه اخلو نو دا حقيقت راته رابرسيره کيږ ى چې دښځو په حالت کښې هيڅ بدلون نۀ راځى .بلکې ددې د تذليل او توهين جبر او تشدد استهزا او استحصال په سلسله کښې نور زياتوالے کيږى .او کۀ مونږ دخپل ملک دمطبوعاتو مطالعه وکړو نو داسې ورځ نشته چې پکښې ددې اسلمى جمهورى ملک دننه دتور سرو بې عزتى بدنامى په دوى تشدد دخپلې خوښې خلف په زبردستۍ او ديو څو پيسو په بدل کښې لکه د ځناورو ددوى خرڅولو او اخستلو غير اسلمى اوغير فطرى دهنده په ښځو د ټول کور اوبچو دخصمانې سره سم د پټو کارونه دساګ خشاک مزدورى او قسمه قسم سختۍ ګالل.ددې مقدراو په معمولى خبره دښځې وژل په تيزابو ددې مخ سوزول په وهلو ټکولو ئې لسونه پښې او د بدن نور اعصاء ماتول .ښځه بيخى د انسانيت د دائرې نه بهر ساتل دښځې نه ټول انسانى او اسلمى حقونه اخستل ،ښځه دبدل او سورې غوندې په ناکرده ګناه کښې ورکول او داسې دغيرت په نوم قتلول اوددې نوعيت بې شميره جرمونو څخه به خالى نۀ وى .او ستم
ظريفى دا ده چې څنګه دنيا په هر ډګر کښې ترقى کوى دغسې ورسره دښځې روانه غيراسلمى او غير انسانى سلوک او رويه کښې هم بدلون او ترقى کيږى .خصوصا ً په يوويشتمې صدۍ کښې خو بيخى ښځه هډو د انسانيت د دائـرې نه وويستے شوه .ا ود ځناورو نه هم بدتره شوه مونږ به په دې حواله دخپلې پښتنې معاشرې ذکر وکړو چې کۀ هر څو پښتنه ټولنه دښځې باره کښې وائى چې دښځې دپاره کوردے يا ګور دے .او دښځې په سر پښتنه ټولنه کښې تباهى کيږى .مړى کيږى او خيلونه او قبيلې له منځه لړې شى .صدۍ صدۍ تيرې شى خو دغه دښمنۍ ختمې نۀ شى .اود پښتنو د پت او غيرت چغه ټولې دنيا ته رسيدلې ده .خو کۀ مونږ نننۍ پښتنې معاشرې ته وګورو نو داسې معلوميږى چې په دې نظام کښې هم بدلون راغلے دے .دمثال په ډول پښتنو کښې اوس د لور ،خور د خرڅولو يو غير اسلمى او غير فطرى رواج سر راپورته کړے دے .اول به ئې دې رسم ته "ولور" وئيلو چې دغه رقم به د ناوې په داج مصرف کولے شو خو اوس ولور خپل رنګ او حيثيت بدل کړيدے .او لکه دچارپايانو په بعضې پښتنو کښې باقاعده دلور خور خرڅولو رسم د کاروبار شکل اختيار کړيدے .او په بعضې ځايونو کښې ددې کاروبار کوونکو مضبوط نيټ ورک مصروف عمل دے .دا داستان ډير طويل دے چې صرف زمونږ دقام دننه نۀ دے شروع شوے بلکې نورو قامونو کښې هم وده مومى .او هغه پښتانۀ چې په دې کاروبار کښې ککړ دى اوس په غير پښتنو او ټول ملک کښې لوڼه ،خويندې خرڅوى .چې د انسانى سمګلنګ په زمره کښې راځى .اوس دامسئله په بين القوامى نشرياتى او مطبوعاتى ادارو کښې هم زير بحث دے او د مختلفو انسانى حقونو دتنظيمونو لخوا هم په دې لړ کښې انديښنې ښکاره کولے شى .په دې لړ کښې د ټولو نه اهم او تازه خبر د سيټيزن ايکشن کميټۍ ضلع مردان لخوا چاپ شويدے چې په هغې کښې وئيل شوى دى چې دسرحد نه پنجاب ته دجينکو د سمګلنګ دنده عروج ته ورسيده .سرحد کښې دغربت او دشعور دکمى په وجه عوام خپلې دګل په شان ښائسته او معصومې لوڼه دپنجاب په بوډاګانو اوبدصورته معذورو خرڅوى .په دې دنده کښې ٩٠فيصده ښځې د للنى هم ککړې دى .چې په ډيره منظمه طريقه سره دا کار کوى .دې رپورټ کښې وئيل شوى دى چې بعضې مور پلر دغربت اوديو څو پيسو په للچ کښې خپلې د ګل غوندې معصومې لوڼه په بوډاګانو بدشکلو او جسمانى معذورانو خرڅوى چې ديو څو کالو نه پس دغه بوډاګان يا مړۀ شى او يا بې کاره شى چې دغسې د دغو پيغلو جينکو ژوند خاورې ايرې کيږى .رپورټ کښې دا هم وئيل شوى دى چې غربت او بې روزګارى ټول ملک کښې سيوا ده خو زمونږ صوبه کښې ددې نه علوه دشعور د نشتوالى مسئله هم ده او دتعليم کمے هم دے .هم دغه وجه ده چې دسرحد نه پنجاب ته د جينکو دسمګلنګ سلسله ډيره په تندۍ سره روانه ده ،چې په دې ناوړه دنده کښې بعضې منظم ټولى ککړ دى .چې ښځې او سړى دواړه پکښې شامل دى .دوى په اخر کښې د علماء کرامو خطيبانو فلحى او د انسانى حقونو دتنظيمونو دسياسى او سماجى مشرانو، ايم اين اے اوايم پى اے ګانو دناظمانو ،کونسلرانو دعلقو سپين روبو مشرانو ،معززينو وکيلنو صحافيانو د ايم ايم اے دصوبائى حکومت د عورت فاؤنډيشن هيومن رائټس واچ ،د انسانى حقونو د ټولو تنظيمونو اودعامو خلقو نه غوښتنه کړې ده چې دوى رامخکښې شى او دخپلو اختياراتو او وس مطابق ددې ناوړې دندې مخنيوے وکړى .دوى د هغو مور پلر ته هم اپيل وکړو چې دخپله لسه دخپلو لوڼو ژوند نۀ تباه کوى .او د الله تعالى نه دې ددوى په حق وويريږى.ځکه نو والدينو له پکار دى چې دخپلو لوڼو رشتې دهغوى دخوښې او اسلمى درس په رڼا کښې دهغوى د نسبت زلمو سره او دخپلو پښتنو سره کوى .چې دواړه ښځه او خاوند ديو بل د رسم او رواج ژبې ،مزاج باندې پوهه وى .او دغسې ددوى ازدواجى ژوند په خوشحالۍ او سوکالۍ سره تير شى .او ديو ښۀ قابل او ذهين انسان نسل د زياتوالى سبب هم جوړ شى .دسيټيزن ايکشن کميټۍ مردان دا رپورټ نور هم ډير تفصيلى او په حقيقت اډاڼه دے او د ټولو پښتنو مذهبى ،سياسى حکومتى ،فلحى ،بشرى حقونو او په دې رپورټ کښې د ياد شوو ټولو اهمو مشرانو او عهديدارانو دپاره دخصوصى توجه وړ دے.بايد په دې اړه دپښتنو په نوم سياست کوونکى قام پرست سياست دانان او زمونږ موجوده مذهبى حکومتى مشران خپلې خپلې ذمه وارۍ ترسره کړى،ځکه چې ددې قسمه
رشتو سره صرف دغه خاندان نۀ متاثره کيږى بلکې د ټول پښتون نسل کشى هم ورسره کيږى .ځکه نو کۀ نن مونږ دخپلې پښتنې تورسرې ژوند ته وګورو نو هغه دومره قابل رحم او قابل شفقت او قابل توجه دے چې دهغې مثال په انسانى تاريخ کښې نۀ پيدا کيږى او نن چې پښتنه تورسرې څومره مظلومه محکومه او د استحصالى نظام ښکار ده نو هغه ددې متقاضى ده چې ټول انسانان اوحکومتونه د انسانى حقونو تنظيمونه ددې په حال رحم وکړى .او په تيره تيره پښتون ليډرشپ خپلې ذمه وارۍ ترسره کړى هله به دښځو عالمى ورځ نمانځل خپل مقصد ترسره کړى او کۀ حالت هم داسې وو نو مونږ اتم مارچ ته دښځو
عالمى نه بلکې په استحصالى ورځ وئيلو مجبور يو… دميرمنو حقوق ليک -:تيمور شاه جوګيزئ -----ژباړه -:يوسف منصور هر کله
چې زمونږ په ذهن يا تصور کښې دښځې نوم راځى ،نو دهغې مختلف صورتونه وى .يعنې کله مور ،کله خور او کله ښځه او لور ،له دې خبرې نه دا په پوره توګه څرګنديږى چې د ښځې مقام په انسانى معاشره کښې څومره اوچت دے .له نن څخه په زرګونو کلو نه پخوا هر کله چې انسان د تهذيب وشائستګۍ سره بله نۀ ؤ .به الفاظ ديګر دقبائليت و وحشيت دورؤ .نوښځه نۀ يوازې له ټولو انسانى حقوقو څخه يو مخ محرومه کړے شوې وه .بلکې په قديم عرب معاشره کښې خو ښځه يو داسې حيوان ګڼل کيدو په کوم کښې چې انسانى روح يو مخى رد کړے شوے ؤ .دعربو خو دا حال ؤ چې ښځې ته به ئې په معمولى خبره دمرګ سزا هم ورکوله .ښځې ئې خرڅولې .او د زر خريد مينځى په شان ئې هر ډول ناروا وضع ورسره کوله .د هندو تهذيب نه کم وبيش مونږ ټول خبر يو .دا ځکه چې مونږ په يوه منطقه کښې اوسيدلى راروان يو .د "ستى" په دود څوک نۀ دى خبر؟ له سړى سره ښځه ژوندۍ سوزول ،اونور ناروا ظلمونه تر ظهور اسلم د مخه معصومې ښځې زنده درګور کول .ددې يک يوازې وجه دا وه چې دا ذات دښځې ؤ .په دنيا کښې درې قامونو ته په خپل تهذيب باندې ډير فخر رسيدلے دے .رومن ،هندى او عرب ليکن دميرمنو په معامله کښې کوم چې نۀ يوازې ښځه وه ،بلکې مور هم وه کوم چې ډير په شفقت او مينې محبت سره دسړى پالنه او روزنه کوى .ليکن ددې محنت و مشقت په بدل کښې دې خودغرضه انسان ميرمنو ته څۀ ورکړل؟ توهين ،ذلت ،او وحشيانه طور طريقې دا وو د سړى سوغات دميرمنو دپاره .ليکن يو وخت هغه هم راغے چې حق چراغ بل کړے شو .او په تاريخ کښې وار د واره ميرمنې له دې ظلم و بربريت څخه نۀ يوازې نجات وموندو بلکې سړى په دې خبر شول چې ښځې څومره حقوق او احترام په دوى لرى .په دې کښې هيڅ شک نشته چې هغه عظيم الشان پيغمبر )ص( کوم چې د ټول بنى نوع انسان دپاره رحمت اللعالمين ؤ .ښځې مقام ددوى نظر کښې څومره عظيم دے؟ حضور )ص( نۀ يوازې ميرمنې له مصائب و ارام څخه خلصې کړې بلکې دومره ستر مقام ئې ورعطا کړو چې زوې د مور هر څومره حقوق ترسره کړى خو بيا هم د مور حق سرته نشى رسيدلے .نۀ يوازې دا بلکې په قران پاک کښې خو تر دې حده پورې راغلى دى چې د مور په مخکښې لفظ "اف" هم جائز نۀ دے.الغرض اسلم نۀ يوازې ميرمنو ته يو قابل احترام درجه وبخښله بلکې هغه ټول انسانى او بنيادى حقوق ئې هم وروسپارل کوم چې سړو ته حاصل دى .دغه راز د وحشت ظلم او بربريت خاتمه وشوه .له دې حقيقت نه به نن په دې شلمې پيړۍ کښې هر څوک خبر وى. چې د اسلم هدايات او ضوابط اثرات دقامونو په ژوندون کښې داسې انقلبات راوستل، چې نر ا و ښځه دواړه وپيژندل شول ،يورپ په دې مجبور شو چې د سړو په شان د ميرمنو حقوق هم تسليم کړى .هندوانو د "ستى" رسم بند کړو .او عرب خو له دې معصومې جينۍ سره دومره مينه پيدا کړه کومه چې ئې د مخه خپل توهين ګڼلو .او ژوندۍ ئې درګور کوله .دا ټول دسرور کونين )ص( د تعليماتو اثر ؤ .دپيړيو او زرګونو کالو په جاهلنه رسوماتو باندې اسلم ډير زور ور وار وکړو .هم ددې له کبله اسلم په دې نړۍ کښې له تهذيب او شائستګۍ سره ولد شو .او هم دغه وجه د انسانى ارتقاء ده .په معاشرې کښې خوشحالى او د انسان په اقتصادى او معاشرتى ترقۍ کښې له هم دې تاريخ څخه يو انقلب راپورته شو .هر کله چې ميرمنو ته دسړو مساوى حقوق ورکړے شول او
ميرمنې له سړو سره اوږه په اوږه ديوه خوشحاله ژوندون تيرولو جوګه شوې .په قران پاک کښې دميرمنې ذکر خير په وار وار راغلے دے .بلکې دسورة نساء په نامه خو يو پوره ايت نازل شوے دے .تاريخ اسلم کښې داسې بې شميره واقعات موجود دى په کوم کښې چې دميرمنو کردار ډير هسک اوسيدلے دے .ميرمنو خو د اسلم او انسانى اخلق او اقدارو دپاره خوراسترې قربانيانې ورکړى دى .په موجوده دور کښې کله چې دنيا ډيره په تيزۍ سره د ترقۍ او خوشحالۍ په لور روانه ده .دسائنس او ټيکنالوجۍ سره سره تعليم او تدريس په ميدان کښې هم اهمې تبديليانې پيدا شوې.ددې نه علوه د نړۍ قامونو ته له وسائلو سره سره ځينې کړکيچن مسائيل هم پيدا شول .دتعليماتو نفسياتو پوهان ټول په دې خبره متفق دى چې د هر نسل نشو ونما تعليم و تربيت له کوره شروع کول پکار دى. او په دې لړ کښې دکور ماحول زيات نه زيات باشعور او بهتر پکار دے .څرګنده خبره ده چې دا ټوله ذمه وارى دمور ده .ځکه نو پکار ده چې مور ته هغه ټول مراعات او اسانتياوې ورکړل شى ،کوم چې دماشومانو دپالنې او روزنې او ذهنى تربيت دپاره لزم دى .ليکن دا په هغه صورت کښې ممکن دى چې مور پخپله هم تربيت يافته وى ،ځکه نو دميرمنو دپاره تعليم بې حده ضرورى دے .او دا تعليم د زندګۍ په هره څانګه کښې ضرورى دے .کۀ مور مهذب او تعليم يافته وى نو هغه په خپله دماشومانو پالنه او روزنه ډيره په غوره طريقه کوى .او پخپله دا فکر ورسره وى په ټول هيواد کښې دميرمنو ورځ نمانځل ،ددې خبرې واضح ثبوت وړاندې کوى بلکې مفهوم ئې دا دے چې مونږ دميرمنو د راتلونکى نسل ذهنى نشوونما ،تهذيب ،تربيت دپاره هر ډول اسانتياوې ورپه لس کړو .چې يو داسې قام په معرض وجود کښې راشى چې د وخت له تقاضو سره هم اهنګ وى او دهيواد د ترقۍ عظمت او خوشحالۍ باعث وګرځى
دمسلمانانو زنانه ؤ علمى او تهذيبى کارنامې ليک -:اقبال شاهين کۀ چرې د انسانى تاريخ پاڼې ولټولے شى نو دا حقيقت به هر چاته څرګند شى چې د اسلم رڼا دخوريدونه وړاندې د زنانه ؤ ډير بدحال ؤ .او دوى ته په معاشره کښې په درنه سترګه نۀ کتل کيدل .خو د اسلمى تعليماتو ترمخه زنانه ؤ ته د ذلت او رسوائى په ځاې دعزت مقام ورکړے شو او دوى ته د لور ،خور ،ښځې ،او مور په حيثيت دقدر وړ ځاې ورکړے شو .ښځو او خويندو ته دڅښتن او مور پلر په جائيداد کښې حصه ورکړے شوه .او اولد ته دا تعليم ورکړے شو چې جنت دمور دقدمونو لندې دے .د يوقام د ترقۍ انحصار په علم وى او کۀ د يو قام سره د علم پنګه نۀ وى نو بيا هغه قام د ترقۍ په لور ګامونه نشى اخستے .اسلم يو رښتينے دين دے .د علم په فضيلت کښې زنانه او نارينه يو شان شامل دى.لکه څنګه چې نارينه ؤ د اسلم د ترقۍ دپاره په علمى دنيا کښې قدمونه کيښودل .هم دغه شان مسلمانوزنانه ؤ هم اسلمى فکر ته وده ورکولو کښې خپله برخه کردار ادا کړو .د دواړو جهانونو سردار حضرت محمد)ص( فرمان دے چې "علم حاصلول په هر مسلمان نارينه او زنانه فرض دى" د رسالت په دور کښې د زنانه ؤ دتعليم هم خاص خيال ساتلے شوے ؤ .او لکه څنګه چې امام بخارى )رح( او نورو عالمانو احاديث خلقو ته درسولو د پاره کوششونه کړى دى .هم دغسې زنانه ؤ هم په علمى محاذ دخپل دين خدمت کړيدے .سيده عائشه صديقه )رض( وړومبۍ زنانه وه چاچې احاديث جمع کړل .او دينى علم ئې ترخلقو ورسولو .د نبى اکرم )ص( فرمان دے" نيم علم دسيده عائشه )رض( نه حاصل کړئ" عروه بن زبير )رض( دسيده عائشه )رض( د علمى خدماتو په حقله وائى چې "قران اودهغې فرائض ،حلل ،حرام ،شعر ،عربى واقعات او دنسبونو په حقله هيچا هم د سيده عائشه )رض( نه زيات معلومات نۀ لرل .او نۀ په فقه اوطب کښې ددوى نه چا زيات علم لرلو" ددوى شمير په داسې کسانو کښې کيدو چې چا ته ديو زر نه زيات احاديث ياد وو .مسلمانانو زنانه ؤ دفقې په ميدان کښې هم نوم ګټلے دے .چې
پکښې د نورو نه علوه د ام درداء ،فاطمه بنت احمديحيى نومونه په خاص ډول د ذکر وړ دى .د دغسې زنانه ؤ خدمت په درس و تدريس کښې هم د چا نه کم نۀ دے .على بن عساکر دخپلو استاذانو د ذکر کولو په وخت وائى چې زما په استاذانو کښې د اتياؤ نه زياتې زنانه وې .دخطيب بغدادى دبخارى شريف يو استاذه کرسميه بنت احمد مروزى وه .د ابوالحيان درې استاذانې زنانه وې .صفيه بنت الملک الکامل ،شامه بنت الحافظ او زينب بنت عبداللطيف بغدادى او سيده عائشه )رض( شمير هم په داسې زنانه ؤ استاذانو کښې کيږى چې د چا د علم نه ډيرو کسانو ته فائده رسيدلې ده .ابوالعزخ ابن جوزى هم دخپلو زنانه ؤ استاذانو ذکر کړيدے .فاطمه بنت محمدحسين الرازى ،فاطمه بنت ابى حکيم عبدالله بن ابراهيم البصرى ،شمده بنت محمدبن الغزخ عمرالميرى ددوى استاذانې وې .د امام زهرى او ابوبکر بن خرم شانتې اوچت محد ثين د زنانه ؤ شاګردان پاتې شوې وو .دا صرف د زنانه ؤ علمى خدماتو يو څو مثالونه دى .او کۀ تاريخ ولټولے شى نو ددې قسمه زرګونه نه بلکې لکونه مثالونه به په لس راشى .لکه څنګه چې زنانه ؤ د درس و تدريس په شعبه کښې دقدر وړ کار کړے دے ،دغه شان مسلمانانو زنانه ؤ دخير ښيګړې په کارونو کښې هم نوم ګټلے دے .دوى د علم او حکمت ګڼ مرکزونه جوړ کړل .دمدرسو بنيادونه ئې کيښودل .او دوى ته ئې ترقى ورکړه .دمراکش په فاس نومې ښار کښې جامع قروبين يوې زنانه جوړ کړو .په مصر کښې مدرسة العاشوريه عاشوره نومې يوې زنانه جوړه کړه .دغه شان مدرسة عقليه ددين يوې لوئې عالمې بنت العادل جوړه کړه په مکه معظمه کښې د حاجيانو د اوبو ضرورتونو پوره کولو په غرض دخليفه هارون الرشيد ټبر زبيده خاتون يو نهر جوړ کړو .او نهر زبيده اوس هم ددغې ميرمن د دينى خدماتو ګواهى ورکوى .دخليفه مامون الرشيد ښځې بوران ګڼ جوماتونه او شفاخانې جوړې کړې .د خليفه المفر ښځې تفرير يو ښکلے اوښائسته جومات جوړ کړو کوم چې دقراقه جومات په نامه بللے شو. مسلمانانو زنانه ؤ دعلمى او اولسى خير ښيګړې دکارونو سره سره د سياست په ميدان کښې هم خدمتونه ترسره کړى دى .پخوا زمانه کښې به دخلقو دمقدمو فيصله کولو دپاره يو لوئې عدالت ؤ او د خليفه مقتدر عباسى مور ددغې عدالت مشره وه .دې به په خپله دخلقو شکايتونه اوريدل او دا به ئې لرې کول .په عباسى دور کښې چې کله مهدى د خلفت په ګدۍ کيښناستو نو دا خبره ورته معلومه شوه چې منصور په اميه او علمويه ګڼ بنديزونه لګولى دى .نو ځکه مهدى دخپلې ښځې خزران په وينا دغه ټول بنديزونه ختم کړل .او ددوى په وينا ئې دمدينې پينځۀ سوه کسان خپل باډى ګارډ مقرر کړل .دغه شان دحکم ثانى ښځې د خپل زوې د کم عمرۍ په وجه پخپله حکومت چلولو .په اسلمى احکامو او تعليماتو کښې جهاد ډير زيات اهميت لرى .نو ځکه زنانه ؤ هم په غزاګانو کښې دغازيانو سره لس مدد کړيدے .د پيغمبر)ص( په زمانه کښې على بن عبدالله بن عباسى لوڼو دکفر او شرک سر ښکته کولو په غرض سفر کولو ،او دوى دا سفر د باز نطينى علقو په لور جارى ساتلے ؤ .دخليفه هارون الرشيد دخلفت په زمانه کښې ام عيسى اولبابه نومې زنانه ؤ به د جنګ په ميدان کښې د اسونو خصمانه کوله .او دجنګ ميدان ته به ئې غازيان ليږل .د اسلمى تعليماتو په خورولو کښې هم زنانه ؤ خپله برخه کردار ادا کړے دے .يوه ورځ په مصر کښې اوسيدونکے حضرت نفيه )رض( نومې زنانه ديوغير مسلم ګاونډى خاندان يو کس بيمار شو هغوى حکيم ته دخپل مريض ښودلو اراده وکړه ،چې حضرت نفيه )رض( خبر شوه دوى دمريض دپاره ئې دعا وغوښته .او ددوى په دعا الله تعالى دغه مريض ته شفا ورکړه .ددوى په داسې ښۀ سلوک دغه ټولې کورنۍ اسلم قبول کړو .غرض دا چې زنانه ؤ د علم او ادب په ميدان کښې داسې کارنامې ترسره کړى دى کوم چې د تاريخ په پاڼو کښې څرګندې ليدے شى